ولسمشر حامد کرزي په کندهار، خوست او لغمان ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو وروستي بریدونه چې پولیسو او ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله، وغندل.
د جمهوري ریاست له خوا په یوې خپرې اعلامیې کې د ښاغلي کرزي له قوله راغلي، چې ترهګر به په دې هڅو سره په هېواد کې د سولې د پروسې مخه ونشي نیولای.
نن په کندهار کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ۱۵ تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ، چې چاودنه په ارغنداب ولسوالۍ کې د مسافرو په یوه بس شوې او وژل شوېو کسانو کې څلور ښځې او اته ماشومان شامل دي.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا نن سهار په خوست ښار کې هم یوې ځان وژونکې حملې د دې ولایت د چټک غبرګون د پولیسو د قومندان جنرال ګل ظاهر په ګډون درې تنه ووژل او او د نهو پولیسو په ګډون یي دولس نور ټپيان کړل.
بل خوا تیره شپه په لغمان کې هم یوې چاودنې دوه پولیس ووژل او نه تنه نور یې ټپيان کړل.