خوست:پر ایساف ځان مرګی برید شوی

ایساف ځواکونه وايي، چې نن په خوست ولایت کې د دوي په کاروان ځان وژونکې حمله وشوه، چې چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

د ایساف ځواکونو مطبوعاتي مسول دېوېد مایر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پېښه نن غرمه شا و خوا ۱۲ بجې د یعقوبیو په ولسوالی کې شوې ده، چې مرګ ژوبله نه لري.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دې ځان وژونکې حمله کې پنځه بهرني عسکر وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

هغه ادعا چې د افغان او ایتلاف ځواکونو له خوا رد شوې ده.