په ختیځ کې د ناټو یو سرتیری وژل شوی

ناټو ځواکونه وايي، د جمعې په ورځ یې د افغانستان په ختیځ کې د یوې هیلوکوپتر د لویدو په پېښه کې یوعسکر وژل شوی دی .

ناټو په خپرې کړې خبر پاڼه کې د پېښې ډیر جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دې مخالف وسلوال د دې هیلوکوپتر په غورځیدو کې لاس نه لري .

له دې سره په افغانستان کې د جون په میاشت کې د وژل شوېو بهرنیو سرتیرو شمېر شلو ته ورسید .