محمد ادریس خپلواک ناصري، کابل شکردره

زموږ غوښتنه د مالیې له وزارت څخه داده، چې په ښوونځیو کې ښوونکي کم شوي، د ښوونکو معاش كم دی، په دې معاش باندې د ښوونکو زړه نه كیږي چې دولتې ښوونځیو ته ولاړ شي.

دوي شخصي ښوونځیو ته ځي، ځکه په شخصي ښوونځیو کې معاش زیات دی.

هیله ده ژر تر ژره زموږ د ښوونکو معاش زیات کړل شي، څو بیرته دولتي ښوونځیو ته راشي.

موږ زده کوونکي د سختو ستوونزو سره مخ یوو.