په کندز کې نن په يوې ځان وژونکي حملې کې لږ تر لږه ۴ تنه پوليس ووژل شول او د ملکیانو په ګډون ۱۸ تنه په کې ټپیان دي.
دا ځان وژونکي حمله په سېمه اېز وخت شا و خوا لس بجو د کندز ولايت په جنوب ختيځې برخې کې د رستاق اباد سيمې په مسجد کې چې د جنرال داود داود او نورو چارواکو د فاتحې مراسم په کې روان وو، وشوه.
په سېمه کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي، په دغو مراسمو کې د کندز امنيې قوماندان سمیع الله قطره، قومي مشرانو او نورو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی و.
چارواکي وايي، ګمان کیږي چې ځان وژونکی بهرنى و.