سي ای اې د اوباما د غوښتنې ملاتړ کوي

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي ای ای) مشر لیون پنیتا چې جمهور رییس بارک اوباما د دفاع د وزیر په څوکۍ نومولی، د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل:

د ولسمشر بارک اوباما د هغې غوښتنې ملاتړکوي چې غواړي، د جولای میاشت کې له افغانستان څخه د نظر وړ شمېرعسکر وباسي.

پنیتا د امریکا د سنا د وسله والو خدمتنو د کمېټې غړېو ته چې د دفاع وزارت په څوکۍ باندې د ده په ټاکنې غور کوي، د خبرو پر مهال وویل، له افغانستان څخه د عسکرو ایستل به په شرایطو پورې مربوط وي او دې به دا مسله جمهور رییس اوباما او تلونکي دفاع وزیر رابرت ګیتس ته پریږدي چې په دې اړه څه ډول پریکړه کوي.

رابرت ګیتس وایي، له افغانستان څخه باید لږ شمېر عسکر وایستل شي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي اداري (سي اي ای) رییس زیاته کړه، متحده ایالاتو ته د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو وروسته د القاعده شبکې د ماتولو لپاره ښه فرصت برابر شوی او دا فرصت باید له لاسه ورنه کړو:

“زما په نظر ، د اسامه بن لادن د وژنې عملیاتو نه یوازې نړۍ ته روښانه کړه چې موږ یعنې متحده ایالات هغه څه کوو چې باید ویي کړو، بلکه د سپتمبر د ۱۱ می راهیسې موږ ته د القاعده شبکې د ګډوډولو، خنثی کولو او ماتولو ښه موقع هم په لاس راغلې”.

پنیتا دغه راز وویل، دا مهال لا هم په عراق کې شاوخوا زر تنه القاعده وسله وال موجود دي او د دغه هېواد حالت نازک دی.