اوباما په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو خواخوږي وښوده

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له لورې د ملکي تلفاتو پر اوښتو خواخوږي څرګنده کړه.

بارک اوباما پرون ماښام له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او په دې خبرو کې یې په هلمند کې په وروستیو کې د امریکایي ځواکونو له لوري د ملکیانو پر وژنه خواشینې څرګنده کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل:

« ولسمشر د ملکي غمجنو تلفاتو په اړه خپله خواخوږي وښوده، چې په وروستیو کې په هلمند کې رامنځته شول.

دواړو مشرانو دې ته اشاره وکړه، چې طالبان د ډیرو ملکي تلفاتو مسوولان دي او موافقه یې وکړه چې د هر ملکي وژنه یوه تراژیدي ده چې زموږ پر ماموریت چې هدف یې د ولس ساتل دي، ناوړه اغیز کوي.

دواړو مشرانو همدا راز موافقه وکړه، چې په راتلونکې کې به هم له نژدې سره سلامشورې کوي.»

په افغانستان کې ملکي تلفاتو خلک غوصه کړې دي او په وروستیو کې ولسمشر کرزي د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له لورې د ملکي تلفاتو پر اوښتو سخت انتقاد وکړ.

ده وویل، چې دغه ډول پېښو د طالبانو وسله والې هڅې غښتلي کړې دي. تنزيل www.ietype.com/f.php?FsZDWZ