م.م د ایډز پر ضد پر نړیوالې ستراتیژي غور کوي

ملګري ملتونه نن د په نړۍ کې د ایډز د ناروغۍ په اړه د لوړې سطحې یوه غونډه جوړوي، چې په کې به د دې ناروغۍ د لومړي ځل پېژندل کیدو څخه دېرش کاله وروسته د ایډز پر ضد پر نړېواله ستراتیژۍ غور وشي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په نړۍ کې شا او خوا ۳۴ میلونه انسانان د اېچ. ای. وي له ویروس سره ژوند کوي چې د ایډز د ناروغۍ سبب کېږي. همدارنګه د دوی په وینا په متوسطه توګه هره ورځ ۷۰۰۰ کسان په دې وایروس نوي اخته کېږي.

د ایډز پر ضد د نړېوالې مبارزې لپاره بودیجه په ۲۰۰۹ کال کې د کال شپاړس میلیاردو ته ورسیده.

په نیو یارک کې به د ملګرو ملتونو په دې کانفزانس کې ډیر برخه ړال د افریقا او نورو بې وزلو هیوادونو مشرانو وي چېرې چې د ایډز ناروغۍ د یوې وبا شکل خپل کړی دی.