د ناټو د دفاع وزیران نن په برسلز کې غونډه کوي او پر لیبیا د تیرو دوو میاشتو هوايي بمباریو نتایج څیړي.
تیرې اونۍ د ناټو تړون پریکړه وکړه، چې په لیبیا کې د معر قذافي له ریژیم څخه د ملکیانو د ژغورنې لپاره نوي ورځې نور هم پر لیبیا هوايي بمبارۍ وغځوي.
پرون د ورځې په سرکې د ناټو جنګي الوتکو په طرابلس کې د قذافي پراستوګن ځای بمباري وکړه.
دا یوغیرعادي اقدام ځکه و، چې ناټو له دې مخکې په رڼا ورځ بمباري نه وه کړې.
په عین حال کې قذافي پرون د دولتي ټلویزیون له لارې په صوتي وینا کې ژمنه وکړه، چې دی به هیڅکله هم تسلیم نه شي او په طرابلس کې به مړ یا ژوندی پاتې شي.
په یوه بل پرمختګ کې روسیې پرون د لیبیا اپوزیسون ته وویل، چې دا هیواد چمتو دی چې ورسره اقتصادي مرسته وکړي خو د لیبیا د بحران پرسیاسي حل لارې ټینګارکوي.
پرون د لیبیا د کار وزیراعلان وکړ چې د قذافي له حکومت سره یې اړیکه پرې کړې ده.