ولسي جرګه: حکومت دې پاتې وزيران رامعرفي کړي

د ولسي جرګې غړو یوځل بیا له حکومت څخه وغوښتل چې سرپرست وزیران دی د باور رایې د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې غړو نن په دې اړه پراخ بحثونه وکړل او له ولسمشر څخه یې وغوښتل چې راتلونکې شنبې ورځ دې باید اوه پاتې وزیران ور وپیژني.

د ولسې جرګی غړی وایی،چې ټاکل شوې وه دجوزا په پنځلسمه نیټه ددی جرګی غړی په رخصتی تللی وای، خو دا رخصتی یی ددی لپاره ځنډولی ده.

د ولسی جرګې غړی وایی که چیری ولسمشر ورته د راتلونکې شنبی په ورځ پاتی وزیران ور معرفی نکړي نو د اعتراض په ډول به چپه خوله کښینې او کار به نه کوی.