افغان مقامات وايي، د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په نيمروز ولايت کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ، دوه پوليس يې ووژل او پنځه نور يې وتښتول.
د نيمروز د خاشرود ولسوال هاشم نورزي وويل، چې په دې پېښه کې دوه پوليس ژوبل شوي هم دي.
په همدې حال کې د فراه امنيتي مسوولين وايي، د وسله والو مخالفينو په يوه حمله کې دوه پوليس وژل شوي.
د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر ډګروال غوث الدين وويل، دا بريد پرون تر غرمې مخکې د هرات او فراه پر لاره د توت چکاب په سيمه کې د پوليسو پر يوه ګزمه وشو.
په يوه بل خبر کې ويل شوي، چې په فراه کې پوليسو دوه تنه قاچاقبر له دېرش کيلوګرامه مخدرو موادو سره په داسې حال کې نيولي، چې غوښتل يې دغه مخدره مواد ايران ته يوسي.