د کابل پوهنتون زرګونو محصلانو پرون د ژوند چاپېريال د اوونۍ په مناسبت په عمومي آشر (حشر) کې برخه واخيسته.
زرغون کلب، چې ځان د ژوند چاپېريال د ساتنې لپاره د رضاکارانو ټولنه معرفي کوي، وايي: ″په دې ورځ، چې د مځکې ورځ نومول شوې وه، يوولس زره محصلانو پاک چاپېريال ته د نورو محصلانو د پام اړولو په خاطر د کابل پوهنتون انګړ له خځلو او کثافاتو پاک کړ.