اسرایل د سوریې چارواکي تورن کړل، چې د جولان په غونډېو کې ناارامیو ته لمن وهي، چې له وجې یې اسرایلي ځواکونو تیره ورځ د فلسطینانو په ملاتړو مظاهره چیانو ډزې وکړې.
د سوریې چارواکي وایي، چې اسرایلي ځواکونو پرمظاهره چیانو په ډزو کې ۲۳ کسان ووژل او ۳۵۰ نور یې ژوبل کړل.
د اسرایل د پوځ ویاند د سوریې رژیم تورن کړ، چې دغه نا ارامۍ یې لمسولي څو په دې توګه پرمخالفومظاهره چیانو د خپلو ځپونکو اقداماتو څخه د نړېوالو رسنیو پام بلې خواته واړوي.
د راپورونو له مخې په سوریه کې په تیرو دو ورځو کې د حکومت په ځپونکو اقداماتو کې شاوخوا دیرش تنه وژل شوي دي.
اسرایلي ځواکونو تیره ورځ پر هغو سلګونو مظاهره چیانو ډزې وکړې، چې له سوريي څخه د اسرایلو تر کنترول لاندې د جولان لوړو ته يې د اوښتو هڅه کوله.
د مظاهره چیانو اکثریت یې په سوریه کې میشت فلسطیني کډوال دي.