د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې عامه خلک د امنیتي ځواکونو له روانو عملیاتو سر ټکوي او وایي، چې په دې عملیاتو کې بې ګناه خلک زورولې کیږي.
د بلخ ولایت له چمتال ولسوالۍ څخه ملکي خلکو ازادۍ راډیو ته شکایت کړی چي په سیمه کې د پخوانیو تنظیمي سیالیو له مخې امنیتی سرتېرو ته ناسم راپورونه ورکول کېږي، چې پر بنسټ یی د دوی کورونه تلاشي کیږي او دوی په سپیو داړل کیږی.
ځایي خلک له امنیتي ځواکونو څخه دا شکایت پداسې حال کې کوي، چې ددوی په وینا دوی د وسله والو طالبانو لخوا هم زورول کیږي.
خو د ۲۰۹ نمبر شاهین قول اردو ویاند جنرال زلمي ویسا ازادۍ راډیو ته په خبرو کې دا ادعاوې ناسمې وبللې او ویي ویل، چې دوي دا عملیات په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره پیل کړي.
ده وویل، چې د ملي اردو ځواکونه په ټول وس دا هڅه کوي، چې په روانو عملیاتو کې عامه خلکو ته زیان و نه رسیږي.