ناټوپر طرابلس بمبارۍ وکړې

عیني شاهدان وايي، د ناټو جنګي الوتکو پر طرابلس او د دې ښار پر ختیځو څنډو بمبارۍ کړي او د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوې دي .

د فرانسې خبرې اژانس راپور ورکړی، چې تیره شپه څلور چاودنو د لیبیا پایتخت ولړزاوه .

د ښار په مرکزي برخه کې تیر ماښام د دوو زورور چاودنو غږونه واوریدل شول چې څو دقیقې ورسته ورپسې نورې چاودنې هم رامنځ ته شوې .

عیني شاهدان وايي، د چاودنو غږونه تاجوره له غاړې اوریدل شوې کومه سیمه چې ډیر کله د متحدینو د هوايي بریدونو هدف وي .

د تاجوره اوسیدونکې وايي، دوي نه پوهیږي چې د بمباریو هدف څه شی و خو دوي ولیدل چې د ویشتل شوي ځایه تور دودونه پورته کیدل او په هوا کې الوتکې ګرځیدې .