پاکستان:د سخت دریځو یو مهم مشر وژل شوی

پاکستاني چارواکو تایید کړې، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکیو په بریدونو کې په وزیرستان کې د سخت دریځو وسلوالو ډلو یو مهم مشر وژل شوی دی .

چارواکو د سیمه ایزو مقاماتو له خوا هغه راپور تایید کړی چې وايي، وړمه شپه په جنوبي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکیو په بریدونو کې کشمیري وژل شوی دی .

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د شعیب خان په نوم د سیمې د پولیټکل ایجنټ یا حکومتي استازي له خولې لیکلې چې د غوا خوا په سیمه کې د وسلوالو پر یو مرکز د بې پیلوټه الوتکیو په بمبارېو کې الیاس کشمیري وژل شوی دی .

دا چې په دې بمباریو کې څوک وژل کېږي تاییدول یې ګران دي . تر دې مخکې هم ځینې داسې راپورونه درواغ راوتلي دي .

په دې کې په ۲۰۰۹ کال سیپټمبر کې هم د الیاس کشمیري د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي وو چې وروسته درواغ وختل .

کشمیري په پاکستان کې د سخت دریځو وسلوالو یو تر ټولو مهم مشر و، چې پر لویدیځو اهدافو او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو طرحې یې جوړولې . د نوموړي پر سر واشینګټن پنځه میلونه ډالره انعام ټاکلی دی .