افغانستان د بدني ښکلا په سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه

افغانستان د جنوبي اسیا د اتو هېوادونو د بدني ښکلا په سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه.

د جنوبي اسیا د اتو هېوادونو په سیالیو کې، چې تېره اوونۍ په بوتان کې پیل شوې وې او پرون پاۍ ته ورسېدې، د افغانستان د بدني ښکلا لوبډلې درې د سرو، درې د سپینو او یو د بورونزو مډال او لومړۍ مقام و ګاټه

د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو رییس محمدعارف پیمان ازادۍ راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې د دې برخې لوبغاړي سبا کابل ته راشي.

نوموړي دا هم وويل، چې په ازبکستان کې د کورش لوبې په نړېوالو سیالو کې هم ۱۲ کسیزې افغان لوبډلې د سپینو اته مډالونه ګټلي دي.

د عارف پیمان په خبره، د دې سیالیو اتلان به سبا ته معلوم شي.