د الیاس کشمیري پر وژنې څيړنې روانې دي

پاکستاني چارواکي وايي، په جنوبي وزيرستان کې د امريکا د بي پيلوټه الوتکې په تازه بريد کې د القاعده شبکې د يوه مهم غړي د وژل کېدو د راپورونو په اړه څيړنه کوي.

راپورونه وايي، چې الياس کشميري د جمعې په ورځ ناوخته د جنوبي وزيرستان مرکز واڼې ته نزدې په يوه کور کې د بې پيلوټه الوتکې په راکټي بريد کې لګېدلي دي.

کشميري په پاکستان کې د وسله والو له پنځو غټو مطلوبو څخه يو بلل کيږي.

الياس کشميري په پاکستان کې د بريدونو په پلانولو تورن دی او هندي مقامات هم نوموړي د ۲۰۰۸ کال د ممبي ښار په تروريستي بريدونو کې دخيل بولي.