د متحده ايالاتو د دفاع وزير وايي، په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د کمولو اندازه او څرنګوالي په دې پورې تړلي چې په راتلونکو څو مياشتو کې وضيعت څه ډول کيږي.
رابرټ ګيټس پرون په کابل کې وويل، دا به په راتلونکو څو مياشتو کې څرګنده شي چې په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو پر طالبانو څومره تاثير کړي دي.
هغه وويل، د طالبانو د مشر ملا عمر او اسامه بن لادن ترمنځ نزدې اړيکو ته په پام سره دا امکان شته چې طالبان به د نوموړي له وژل کېدو وروسته د سولې خبرو اترو ته وهڅيږي.