سعيدي: کشمېري له القاعده او لښکرطيبه سره اړيکې درلودې

احمد سعيدي

د راپورونو له مخې وړمه شپه په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې د القاعده شبکې یو مهم غړی، الیاس کشمیري وژل شوی.

که څه هم پاکستاني چارواکو د کشمیري وژنه تراوسه تایید کړې نه ده خو رسنیو د پاکستان د ناڅرګندو استخباراتي چارواکو له قوله ویلي چې دوی ته معلومه شوې ده چې د القاعده شبکې دا غړی د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

الیاس کشمیري څوک و، د ده مړینه به د القاعده شبکې پر فعالیتونو کوم اغېز وکړي کنه او آیا په دې برید کې به د پاکستان استخباراتو له امریکا سره همکاري کړي وي کنه؟ په دې اړه احمدتکل د سیاسي چارو له کارپوه او په اسلام آباد کې د افغانستان له پخواني ډيپلومات احمدسعیدي سره مرکه کړې ده:

مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ