پنجشیر: یو ایټالوى وژل شوى او بل لادرکه دی

د پنجشېرولایت چارواکي وايي، چې په خنچ ولسوالۍ کې یو ایټالیاوی تبعه وژل شوی او یو بل یې لادرکه دې.

د پنجشیر د والي ویاند عنایت الله طوفان نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغو ایټالیاوي وګړو په سیمه کې له خلکو سره نښته کړې، چې یو يې په کې وژل شوی او بل یې چې یوه ښځه ده لادرکه ده.

د ده په وینا د دې میرمنې د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

ښاغلی طوفان وايي، چې په دې نښته کې د سیمې یو اوسیدونکې هم ټپيان شوي دي.