د تګاب امنیې قومندان پادشاه ګل بختیار نن ازادۍ راډیو ته وویل، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه ملکیان ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې د نړېوالو ځواکونو پر کاروان د کاپیسا په مرکز کې ځای پرځای شوی ماین وچاودیده چې د دوي یو ټانک یې ویجاړ کړی خو د امنیتي چارواکو په خبره مرګ ژوبله یې نه ده رامنځ ته کړې.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل، په دې چاودنه کې یې د کاپیسا په شوخي سیمه کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي چارواکي بیا دغه خبره نه مني .