استرلیا:د سوريي ولسمشر دې په نړېواله محکمه کې محاکمه شي

اسټرالیا غواړي، چې د سوریې ولسمشر بشاراسد د بشر ضد جرمونو له امله چې د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره يي رژیم له تاوتریخوالي کار اخیستې په نړېواله محکمه کې محاکمه شي کړای شي.

چارواکو د اسټرالیا د مشرانو جرګې کمېټې ته وویل چې پدې اړه د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا ته په استول شویو لیکونو کې غوښتل شویدي چې د سوریې حالات دې هاګ محکمې ته راجع کړاي شي چې له مخې به يي د بشار اسد د رژیم غړي تر قانوني غور لاندې راشي.

په سوریه کې د دولت ضد مظاهره چیان وايي چې تر اوسه له ۱۰۰۰ څخه په زیاتو وژل شویو کسانو کې لږ ترلږه ۲۵ تنه يي ماشومان هم وه. او دغه مرګ ژوبله لا ورځ په ورځ ډېریږي.