د ترکمنستان رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په برخه کې یو نوي قانون تصویب شوی دی.
د دغه نوي قانون له مخې ولسمشرۍ ته هر کاندید باید د نوم لیکنې او په انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره د یوې سیاسي ډلې ملاتړ او یا هم د پنځوس زره رایه ورکوونکیو لاسلیکونه له ځانه سره ولري.
خو په دې راپور کې نه دی ویل شوي، چې د ترکمنستان ولسواک ګوند په دغه هیواد کې یوازینی ثبت شوی سیاسي ګوند دی.
له دغه نوي قانون څخه جوتیږي چې ترکمنستان به له تقسیم اوقات سره سم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ولسمشریزې ټاکنې ولري.