د ناټو یو قوماندان وایي، په افغانستان کې داسې نښې نښانې لیدل شوې دي چې یو شمېر سیمه ییز وسله وال نور له بهرنیو ځواکونو سره د جګړې وس نه لري او په پاکستان کې د خپلو مشرانو امر ته غاړه نه ږدي.
په کابل کې استرالیایي تورن جنرال مایکل کراوس خبریالانو ته وویل، چې د استخباراتي اطلاعاتو له مخې سیمه ییز وسله وال د عملیاتو لپاره د وسلو او مهماتو له کمبود سره مخامخ شوې دي.
تورن جنرال مایکل کراوس زیاته کړه، چې د دې خبرې تایید دا کوي چې یاغیان د پخوا په څیر پرله پسې بریدونه نه کوي او د دوي د عملیاتو تر منځ واټن وي.
استرالیایي جنرال کراوس د چهارشنبې په ورځ دا هم وویل، چې د افغانستان جنوب ته بهرني مشکوک ترورستان د جګړې لپاره ډير تللي دي څو جګړه توده وساتي او د دغو وسله والو اعتماد پر سیمه ییزو کمزوری شوی دی.