د سوریې ولسمشر بشارالاسد د عمومي بخښنې فرمان ورکړی، چې په کې سیاسي بندیان هم شامل دي، خو دا مساله سمدستي د مخالفینو له خوا رد شوه او دایې د سوریې د رژیم له خوا د وخت د ترلاسه کولو لپاره یوه بله دسیسسه وبلله.
د سوریې خبري رسنۍ وايي، چې په بخښنې کې د اخوان المسلیمن ډلې په شمول چې بندیز ورباندې لګیدلی و، ټول سیاسي غورځنګونه بخښل شوی.
دا اعلان په داسي وخت کې شوی، چې د امنیتي ځواکونو له خوا د بشارلااسد د رژیم پر ضد د اعتراض کونکو ځپل مخ په تیزیدو دي.
د بشري حقونو ډلې وايي، دهغو اعتراضو په لړ کې چې دوه میاشتی مخکې پیل شوی څه باندې یوولس سوه تنه وژل شوې دي.
دا لا معلومه نه ده، چې د بخښې په دې فرمان کې هغه لس زره د بشري حقونو فعالان هم شامل دي او کنه چې د اعتراضو د پیل راهیسې نیول شوي دي.