ولسمشر حامد کرزی ایټالیا ته ولاړ

جمهور رییس حامد کرزی د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ نن د ایټالیا د پلازمینې روم پر لوري وخوځید.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي، چې جمهور رییس کرزی به سبا په روم کې د ایټالیا د یووالي د یو سلو پنځوسمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د امریکا او بریتانیا په ګډون د لسګونو نورو هیوادونو له مشرانو سره ګډون وکړي.

په اعلامیې کې راغلي، چې په دې سفر کې به افغان پلاوی له ايټالیا سره په بیلابیلو برخو کې د اړیکو د لا ټینګیدو په برخه کې یو لړ موافقه لیکونه هم لاسلیک کړي.

له جمهور رییس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال او د جمهور رییس ویاند وحید عمر هم ملګري دي.