په جنګي جرمونو تورن راتکو ملادیچ په هاګ کې د ملګروملتود جنګي جرمونو محمکې ته په لاره هالند ته ورسید.
د سربیا حکومت ملادیچ وروسته له هغې دې محکمې ته وسپاره، چې په بلګراد کې قاضیانو د هغه د استیناف غوښتنه رد کړه.
د سربیا د عدلې وزیر سنیزانا مالوویچ پرون په بلګراد کې په یوه خبري کنفرانس کې دغه اعلان وکړ:
″راتکو ملادیچ نن له غرمې وروسته د هاګ محکمې ته وسپارل شو. د سربیا د اساسي قانون او د دې جمهوریت د قوانینو په اساس او د سربیا د عدلې د وزیر په توګه ما د راتکوملادیچ د سپارلو حکم لاسلیک کړه.″
ملادیچ چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا د جګړې په جریان کې د بوسنیا سربیا د پوځ قوماندان و، په دې تورن دی چې سربرنیڅه کې یې عامه وژنې تنظمیم کړې او اته زره مسلمانان، سړي اوهلکان یې وژلي دي. هغه همداراز پرنورو ظالمانه اعمالو هم تورن دی.
ملادیچ تیره اوونۍ وروسته له هغې په سربیا کې ونیول شو، چې ۱۶ کاله یې ځان پټ کړی و.