د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني پرون یوخپلواک کمیسیون وټاکه چې پاکستان ته د مې د میاشتې په سرکې د امریکایي کومانډویي ځواکونو د ننوتلو او په ایبټ اباد کې په خپل پټن ځای کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو په اړه څیړنه وکړي.
د دغه پنځه کسیز کمیسیون مشرد پاکستان د سترې محکمې لوړرتبه قاضي جاوید اقبال ټاکل شوی دی.
د پاکستان پارلمان د دغسې یوه کمیسیون پرجوړیدو ټینګارکړی و، څو دا مساله وڅیړي چې څنګه اسامه بن لادن په دې توانیدلی وو، چې په پاکستان کې واوسي او څوک پرې خبر نه وي او په څه ډول بهرني ځواکونه په دې وتوانیدل چې پاکستاني چارواکو ته له معلوماتو ورکولو پرته د پاکستان په خاوره کې عملیات ترسره کړي.