د ناټو د ویاند د څرګندونو په اړه د ولسمشر کرزي غبرګون

افغان ولسمشر حامد کرزي نن یو ځلې بیا په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو په بندولو ټنیګار وکړ.

ښاغلي کرزي، چې د ارګ په ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، که د افغان حکومت او خلکو دا غوښتنه له پامه ورغورځولې شي، نو د بهرنیو ځواکونو د حضور معنې به بدله شي.


″که چیرې د افغان دولت له دې اعلان وروسته، چې زموږ په کلو او کورنو باید هوایي حملې ونشي، ځکه چې اصلاح په کې را نه غله، که دوی دا حملې تکرار کړي، نو د دوی حضور به د ترورزم په خلاف د مبارزې له یو ځواک نه په یو تیرې کوونکي ځواک بدل شي او تاریخ بیا شاهد دی چې افغانان له تیری کوونکې ځواک سره څه ډول معامله کوې.

هیله لرم چې دوی دا باید درک کړي، چې نن ورځ د دوی شتون په افغانستان کې په دی خاطر دی، چی له ترهګرو سره مبارزه کوي او افغانانو چې تر نن ورځې پورې دوی زغملي هم دی په همدې خاطر دی.″

ښاغلي کرزي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې، چې په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند په دې ټنیګار وکړ، چې د شپې له خوا کیدونکي عملیات ضروري دي او باید دوام وکړي.

افغان حکومت د خپلسرو او د شپې له خوا د کیدونکو عملیاتو د بندولو غوښتنه دا ځلې وروسته له هغې وکړه، چې په هلمند کې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې لږ تر لږه پنځلس ملکیان ووژل شول.