د فيفا يا د فوټبال د نړيوال فدراسيون رييس سيپ بلاټر پرون وويل، چې د رشوت اخيستلو د تورونو په خاطر د فوټبال د دې نړيوال فدراسيون مشرتابه ته سخت زيان اوښتي خو دی بيا هم په دې ټينګار کوي، چې د فوټبال نړيوالې سيالۍ به په ۲۰۲۰ کال بې له کومې ستونزې په قطر کې وشي.
۷۵ کلن بلاټر به د چهارشنبې په ورځ بيا د فيفا د رياست په انتخاباتو کې ودرېږي.
د ده يوازيني سيال د قطر محمد بن همان د فيفا د تخطيو د کمېټې له لوري تېره اوونۍ د فساد په تور ګوښه شو او په نتيجه کې يې د فيفا رياست ته له کانديدو هم تېر شو.
بلاټر د سويس په زوريخ کې يوې خبرې غونډې ته د خبرو په مهال دا موضوع رد کړه، چې ګنې د فيفا مشرتابه له بحران سره مخامخ شوې.
″فکر کوم فيفا پوره قوي ده، موږ په فيفا کې د داخلي ستونزو چاره کولي شو او زه ډاډه يم چې د چهارشنبې په ورځ د فيفا کانګريس به خپل يووالي او پيوستون وښيي او که ستونزې وې، په کانګريس کې به يې حل کړي.″