ایساف:د شپې عملیات به ضرور جارې ساتو

د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتس

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر له ناټو ځواکونو د شپې د عملیاتو د بندولو جدي غوښتنه کړې، ایساف ځواکونه وایي، چې دوي به د شپې له خوا خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتس د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوي د شپې له خوا د ناټو په عملیاتو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشینی کیږي، خو وایې چې دا عملیات د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې بریالي وو.

بلاتس وایي، که څه هم د شپې له خوا په عملیاتو کې ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله نه اوړي خو وایې، چې په تیرو کلونو کې نړېوالو ځواکونو د شپې عملیاتو ډیری لاس ته راوړنې هم درلودې.

ښاغلي بلاتس وایي، اوس مهال کې د شپې له خوا کوم عملیات مخ ته وړل کیږي خپل سري نه دي بلکې له افغان ځواکونو سره په بشپړه همغږۍ ترسره کیږي:

( موږ د شپې له خواعملیاتو په خپل سر نه ترسره کوو، دا ډول ټول عملیات په ګډه ترسره کیږي.

د شپې له خوا ټول عملیات د افغان ځواکونو د چارواکو، لکه د اردو، پولیسو او ملي امنیت په خوښه ترسره کیږي.

موږ اړ یو، چې له افغان ځواکونو سره په همغږۍ د شپې عملیات جاري وساتو.)

ایساف ځواکونه وروسته له هغې د شپې له خوا د خپلو عملیاتو په دوام ټینګار کوي، کله چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د ناټو په برید کې څوارلس ولسي وګړي ووژل شول افغان ولسمشر، له ناټو ځواکونو د دا ډول عملیاتو د بندیدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر د افغانستان د دفاع وزیر ته امر وکړ، چې د شپې له خوا دی د ناټو د عملیاتو مخنیوی وکړي.

د جمهوري ریاست له خوا په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي ناټو ځواکونو ته د شپې له خوا د خپل سرو عملیاتو درولو په اړه وروستی اخطار ورکړی دی.

کرزی همدا راز ویلي، چې وروسته له دې د مخالفینو پرضد ټول عملیات افغان ځواکونه وکړي، خو ایساف ځواکونو ویاند د کرزي له دې خبرو ملاتړ کړي چې د عملیاتو مشري باید افغان ځواکونو ته ورکړل شې، دی وایې ځکه اوس افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو د پرمخ وړلو، توان پیدا کړی.

په عین حال کې ولسي جرګې هم، له ولسمشر غوښتې څو په نړېوالو ځواکونو فشارونه زیات کړې، چې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

د ولسي جرګې دوهم منشي فرهاد عظیمي وایي:

(دا ځل چې په دې مسله ډیر ټینګار شوی دی، موږ هیله مند یو ترڅو افغان حکومت وکړای شي په نړېوالو امنیتي ځواکونو فشار راوړي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

د نړېوالو ځواکونو پر وړاندې د خلکو کرکه هم چې زیاته شوې یو علت یي د شپې او د ورځې له خوا د دوي په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول دي.)

د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو، مرګ ژوبله هغه مسله ده، چې تل یي د افغانستان او امریکایي چارواکو اړیکي اغیزمنې کړي دي.

کتونکي انتقاد کوي او وایي که څه هم د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې وروسته بهرني ځواکونو د خپلو عملیاتو په مهال د ملکي وګړو د خوندي ساتلو ژمنې کوي، خو لاهم دا ژمنې نه دی عملي شوې او هر ځل په بېلابېلو سیمو کې د دوي په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل کیږي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل