د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، چې په جلال اباد ښار کې يې شاوخوا نولس کيلو چاودېدونکي توکي تر نيول کېدو وروسته له منځه وړي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ څخه په رالېږل شوې اعلاميه کې راغلي:
(( تېره ورځ تر غر مې وړاندې د جلال اباد ښار ختيځ ته د ګمرک رياست په سل مترۍ کې امنيتي او کشفي ارګانونو يو لړعمليات ترسره کړي، چې په کې يې يو PG7 راکټ مرمۍ، يو فاير د OG9 مرمۍ، دوه فايره د 82mm هاوان مرمۍ، 2.5کلو ګرامه بارود او يو فاير د 60mmهاوان مرمۍ يې تر نيولو وروسته خنسى کړي دي.))
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ننګرهار ګمرک ته څېرمه يوه ځانمرګي بريدګر شاوخوا دري دېرش تنو ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.