عربي ټولنه:هڅه کوو چې م.م فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني

د عربي ټولنه یا عرب لیګ وايي، دوي هڅه کوي چې ملګري ملتونه فلسطینې دولت په رسیمت و پیژني .

په یوه خبرپاڼه کې عربي ټولنې ویلي، چې دوي به په خپل دې ګام کې هڅه وکړي چې لویدیځه غاړه او د غزې تړانګه د یو خپلواک فلسطیني دولت په توګه په رسمیت وپیژندل شي چې ختیځ بیت المقدس به یې مرکز وي .

عرب لیګ ویلي، په دې اړه به خپله غوښتنه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې چې په سیپټمبر کې په نیویارک جوړېږي وړاندې کړي .

د ا بیان د عربي استازو له هغې غونډې وروسته خپریږي چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم په کې برخه لرله .