په کابل کې د امریکا سفارت په تخار ولایت کې پرونۍ ځان وژونکې حمله غندلې ده.
د امریکا سفارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هغه هڅو ته دوام ورکوي چې جنرال داود او جنرال نوري ورته ژمن وو.
په هغه ځان وژونکې حمله کې چې تیره ورځ د تخار ولایت په مرکز تالقان کې ترسره شوه په شمال کې د پولیسو د زون قومندان جنرال داوود، د تخار د امنیې قومندان جنرال نوري او د دوو جرمني عسکرو په ګډون څلور تنه نور ووژل شول.
په دې پېښه کې د تخار د والي او په دې ولایت کې د جرمني ځواکونو قومندان له اتو نورو کسانو سره سخت ټپیان شول.
د کورنیو چارو د وزیر بسم الله محمدي په مشرۍ یو پلاوی هم د دې پېښې د څیړلو لپاره تخار ولایت ته سفر کړی او ولسمشر کرزي هم ترکمنستان ته خپل څلور ورځنی سفر نیمګړی پریښود او نن بیرته کابل ته را ستون شو.