د پاکستان د کرکټ د الف ټیم د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته په دویمه یوه ورځنۍ لوبې کې چې په روالپینډۍ کې ترسره شوه په ۱۵۰ منډو ماتې ورکړه.
په دې توګه پاکستان د افغانستان او پاکستان تر منځ په روانو درې ورځینو سیالیو کې خپل بریالیتوب یقیني کړ.
د جمعې د ورځې په لوبه کې لومړنۍ بیټینک پاکستان پیل کړ او افغان لوبډلې ته یې په پنځوسو اورونو کې ۳۷۷ منډې هدف وټاکه.
افغانستان په ۴۶ نیمو اورونو کې یوازې د ۱۷۷ منډو پر جوړولو وتوانیده او په دې توګه یې له پاکستان سره د درې ورځنیو لوبو دویمه لوبه هم وبایلله.
ټاکل شوې چې د دې سیالیو وروستۍ او دریمه لوبه به د یکشنبې په ورځ په فیصل اباد کې ترسره شي. د افغانستان د کرکټ د لوبډلې مینه وال اوس دې لوبې ته په تمه دي چې ګوندې افغان لوبډله یې وګټي.
وروسته له هغې چې په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان کې د سریلانکا د کرکټ پر لوبډلې حمله وشوه؛ د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنۍ بهرنۍ لوبډله ده چې پاکستان ته سفر کوي.