تمه ده، چې ډاکټران به نن پریکړه وکړي د سربیا د پوځ پخوانی قوماندان راتکو ملادیڅ په روغتیایي لحاظ چمتو دی چې په هیګ کې د نړېوالو جنګي جرمونو محکمې ته د استولو لپاره، د محکمې استماعیه غونډې ته حاضر کړای شي.
۶۹ کلن ملادیڅ له پنځلسو کلونو زیاتې مودې پټیدو وروسته د پنجشنبې په ورځ، د سربیا د شمال په یوه کلې کې د سهارني یرغل پر مهال ونیول شو.
ملادیڅ د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو تر منځ مودې کې د بوسنیا د جګړې پر مهال، د سربي ځواکونو قوماندان و او د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو د محکمې له خوا، په ډله اېزې وژنې، جنګي جرمونو او بشري ضد جنایتونو تورن دی.
په ده باندې تور دی چې په ۱۹۹۵ کال کې په سربرینڅا کې اته زره مسلمانان په ډله اېز ډول وژلې دې.
د ملادیڅ په نیولو سره به په اروپایي اتحادیي کې د سربیا د غړیتوب چارې چټکې شي.