هیلري کلینټن په اسلام اباد کې ده

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په یوه نا اعلان شوې سفر اسلام اباد ته رسیدلې.

د امریکا او پاکستان اړیکې د اسامه بن لادن له وژنې وروسته خړ پړ شوي دي.

واشنګټن پوښتنې کړې چي د القاعده شبکې مشر څنګه وکړای شول د اوږدې مودې لپاره، اسلام اباد ته نږدې په یوه عصري کور کې ژوند وکړې.

پاکستان د اسامه بن لادن په وژنې خوښ دی خو په خپلې خاورې کې د امریکا د خاصو ځواکونو په پټ یرغل یي انتقادونه کړی دي.

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر مایک میولن به له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او خبرو پر مهال له هغوي نه په ټینګه وغواړي چي د تروریزم پر ضد باید زیات څه وکړي.