د کندهار په شورابک سیمه کې د ناټو ۸ عسکر وژل شوي

د کندهار په شور ابک ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د یوې قوې چاودنې له امله د اوو امریکایي عسکرو په شمول، د ناتو اته عسکر وژل شوي دي.

په دې چاودنې کې دوه افغان پولیس هم وژل شوې او دوه نور یي ټپیان دي.

د چاودنې مسولیت طالبانو پر غاړه اخیستی.

ايساف وایي، د ناتو یو بل عسکر د پنجشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو چې هیلیکوپترالوتکه یي د افغانستان په ختیځ کې وغورځیده.