لس ورځې وړاندې په كوټه كې د پينځو چچنيايانو د وژنې لپاره په دې ښار كې د اعلى محكمې يوه ځانګړې محاكمه پيل شوې چي دا مالومه كړي آيا پوليسو او ملېشه سرتېرو دغه چچنيايان ولې ترهګر بللي او وژلي وو؟
د دې پېښې طبي معاينات ښيي چې دغه كسان- چې درې يې مېرمنې، دوه نارينه او د يوې كورنۍ كسان وو- په ډزو وژل شوي دي او پينځو عيني شاهدينو ويلي چې دغو كسانو هيڅ ډول وسله نه لرله او پوليسو ته د امنيتي پوستو پر سر د پيسو د نه وركولو په جرم و وژل شول.
له دغو عيني شاهدينو څخه يو هم فوتو ژورناليست جمال تره كى دى، له نوموړي سره په كوټه كې د ازادۍ راډيو خبريال باركوال مياخېل مركه كړې او د هغه د سترګو ليدلى حال يې ترې پوښتلى دى، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.