نړۍ د تورن راتکوملادیچ د نیول کېدو هرکلۍ کړی

د نړۍ مشرانو په سربیا کې په جنګي جرمونو د تورن راتکوملادیچ د نیول کېدو هرکلۍ کړی او غوښتنه یې کړې چې دی باید سمدستي محاکمه شي.

د سربیا ولسمشر بوریس تادیچ پرون خبر ورکړ، چې ملادیچ له شپاړلس کاله تېښتې وروسته ونیول شو.

نوموړي وویل، چې د ملادیچ په نیولو سره سربیا له سیمې سره پخلاینې ته نژدې شوه او په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب ور ورته پرانیستل شو.

ولسمشر بارک اوباما وویل، چې امریکا دې ته سترګې په لاره ده چې ملادیچ به ډېر ژر په هاګ کې د جنګي جرایمو محکمې ته انتقال شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټون هم وویل، چې اروپايي ټولنه تمه لري چې ملادیچ به له ځنډ پرته د جنګي جنایاتو محکمې ته وسپارل شي.

ولسمشر نیکولاس سارکوزي په فرانسه کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې وویل، د ملادیچ نیول په اروپايي ټولنه کې د سربیا د غړیتوب لپاره یوبل ګام دی:

(دا ډېر مهم خبر او د سربیا د ولسمشر د زړورتوب پرېکړه ده. دا په نژدې راتلونکي کې په اروپايي ټولنه کې د سربیا د ګډون لپاره مهم ګام دی.

سربیا هغه هېواد دی چې ډېرې سختۍ یې ګاللي خو اوس چې له بشري حقونو په سرغړونه یو تورن عدالت ته سپاري ډېره مهمه خبره ده.)