په پاریس کې د اتو صنعتي هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه نن پیلیږي، تمه ده، چې د اتو صنعتي هېوادونو مشران په دې غونډه کې د تونس او مصر لپاره څو بیلیوني مرسته اعلان کړي، چې په مظآهرو کې یې خپل مستبد مشران له واکه لرې کړل.
همدارنګه تمه کیږي، چې دغه مشران له هغو خلکو سره هم مرسته اعلان کړي، چې په سیمه کې ولسواکي غواړي، که څه هم فکر نه کیږي، چې لوېدیځ متحدان به په خلیج کې د دا ډول هڅو ملاتړ وکړي.
د دوي توجو به په دې هم متمرکزه وي، چې له ډومینیک سټراوس خان وروسته څوک د پیسو د نړېوال صندوق مشر شي.
نوموړی پر یوه ښځه د جنسي تېري د کولو په هڅه تورن شوی دی.
له بلې خوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کرسټینا لاګاردا ویلي، چې د پیسو د نړیوال صندوق مشرۍ ته ځان کاندیدوي.