د ناروې پوځ وايي، د هغوي یو سرتېرې په ناپوهي سره یو بم د افغان پولیسو په مرکز باندې ګوزار کړی چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوی دی.
د ناروې پوځ په وینا دغه پېښه د چهار شنبې په ورځ په المار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هغه هېواد پوځ وايي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه سرتیري لاسي بم د بم اچونې په اله کې ځای پرځای که.
د ناروې پوځيان او افغان پولیس د دغې پېښې په اړه څیړنې کوي.