عظیمي: وسله والو د افغان امنيتي ځواکو پر وړاندې د مقاومت توان له لاسه ورکړی

په کال کې د ایساف ویاند وايي، د وسله والو پرضد ۹۵ سلنه عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کیږي

د دفاع وزارت ټینګارکوي، چې افغان امنیتي ځواکونه له هره پلوه ډیرپیاوړي شوي او د دې جوګه دي چې له مهال ویش سره سم د ځینو سیمو امنیتي مسوولیتونه ور وسپارل شي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف ځواکونو له ویاند سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د ملي اردو د ځواکونو شمیرنږدې یولک او اویا زرو تنو ته رسیدلی او د پخوا په مقایسه ښه امکانات او تجیزات هم ورکړل شوي دي.

د جنرال عظیمي په خبره د افغانستان په بیلابیلو برخو کې وسله وال مخالفین نه شي کولای د افغان ځواکونو پروړاندې مقاومت وکړي له همدې امله هغوی یوازې ځان وژونکو حملواو چاودنو ته زور ورکړی دی:

"موږ منظمې قطعې لرو، چې د ښوونې او مسلکي پوهې له پلوه ډیرې پیاوړي دي لکه ځانګړې کمانډو، د کمانډو لوا او داسې نور چې تیار دي د دښمن هرډول خوځښت شنډ کړي.

موږ بشپړه تیاری لرو، چې له بهرنیو ځواکونو څخه په ټاکلي نیټه اوځانګړو سیمو کې امنیتي مسوولیتونه ترلاسه کړو، په دې برخه کې هیڅ ډول اندیښنه نه ده موجوده."

ده وویل، چې د افغان ځواکونو په لیکه کې یو اتیا زره تنه بیسواده دي او دا د ده په خبره یوه لویه ستونزه ده، خو ښاغلی عظیمي وایي، چې دا مهال د څه باندې دوو زرو ښوونکو له خوا هغوی ته لیک لوست ورښوول کیږي او تمه ده، چې د روان میلادي کال ترپایه په سلوکې پنځوس یې با سواده شي.

ټاکل شوې ده له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل او شپږو نورو سیمو امنیتي مسوولیتونه د راتلونکي لمریزې میاشتې په ترڅ کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفانو حملو او فعالیتونو ته په کتو سره داسې اندیښنې پیدا شوي، چې ښایي افغان ځواکونه دا مسوولیتونه سم ترسره نه کړي.

خو په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزیف بلاتز په دې خبري کنفرانس کې وویل، چې د هرې ورځې په تیریدو سره افغان ځواکونه د پیاوړي کیدو او سمبالیدو په حال کې دي او هڅه کیږي، چې د روان میلادي کال ترپایه د دوی کاري وړتیا لا زیاته شي.

جنرال بلاتز څرګنده کړه، چې د وسله والو مخالفانو پرضد په سلو کې د پنځه نوي پوځي عملیاتو مشري ملي اردو پرغاړه لري:

"افغان امنیتي ځواکونه هم د شمیر او هم د کیفیت له پلوه د پراختیا په حال کې دي.
دا ځواکونه او د هغوی روزنې پورې تړلي مسایل په ټولوڅانګو کې دوام لري ترڅو افغان ځواکونه وتوانیږي له پلان سره سم د ۲۰۱۱ میلادي کال ترپایه چې د هغوی شمېر درې لکه اوپنځوس زرو تنو ته رسیږي، تیار شي.

هم پولیس اوملي اردو د امنیت د ټینګښت لپاره خپله وړتیا ښودلې چې په ځینو مواردو کې حتی د ایساف ځواکونو له ملاتړ پرته د وسله والو مخالفانو حملې په شاه تمبولي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د مرکز کابل په ګډون د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې وسله والو مخالفانو خپلې حملې ډیرې کړي، چې څرګنده بیلګه یې په دفاع وزارت، د کابل په څلورسوه بستریزه پوځي روغتون او په خوست او کندهار کې په دولتي تاسیساتو د هغوی وروستۍ حملې دي چې ډیره مرګ ژوبله یې هم واړوله.

خو هم د دفاع وزارت چارواکي او هم نړیوال سوله ساتي ځواکونه وایي، چې د وسله والو مخالفانو دا حملې ترډیره تبلیغاتي بڼه لري او هغوی هڅه کوي چې د چاودنو او ځان وژونکو حملو په ترسره کولو سره عامه ذهینت ځان ته جلب او په رسنیو کې مطرح وي.