چارواکي تاييدوي چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د نورستان په دواب ولسوالۍ برید کړی او جګړه اوس هم روانه ده، خو د نتایجو په اړه یې بیلابیلې څرګندونې کوي.
د نورستان والي جمال الدین بدر ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دواب ولسوالۍ ختیزه برخه نیولې او په جنوبي برخه کې یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده.
په عین حال کې د نورستان د ولایتي شورا مرستیال امیرحمزه احمدي ازادي راډیو ته تایید کړه، چې وسلوالو طالبانو نن سهار د دواب ولسوالۍ ونیوله.
وسلوالو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې.
پخوا تر دې هم د نورستان برګ مټال ولسوالۍ څو ځلې وسلوالو طالبانو نیولې وه.