زه نعمت الله - غزني

د غزني د صحت عامې د رياست نه غوارم، چې د اجرستان د روغتيايي كاركونكو سره د درملو په برخه کې ډېره مرسته وكړي.

دا کار باید په دوبي کې تر سره شي، څو د دغه روغتیایي مرکز کارکوونکي د ژمي پر وخت له ډیرو ستونزو سره مخام مخ نه شي.