محبت الله افغان – ننګرهار

زه د ننګرهار محترم والي ته وړاندیز کوم، چې په خپل دفتر کې پالتو خلکو ته ځای نه ورکوي. ځکه موږ خبر یو چې ډېر کسان د خبریالانو په شمول ټوله ورځ د ولایت په مقام کې تیروي.

کله چې له ولایت څخه راووځي نو همدا کسان په کلیو او بانډو کې د ولایت پر مقام ملنډې وهي او د ولایت د نورو همکارانو څخه دفتري حال اخلي او همدا کسان د شینوارو مختلفو قومونو ته ګډوډ معلومات ورکوي، چې اوس د شینواورو ډېر کسان په دې عقیده دي، ګواکې د شینواورو جګړه د ننګرهار د ولایت مقام جوړه کړې ده.