پاکستاني پوځ له طالب وسله والو سمندرې اډه بېرته ونیوله

پاکستاني پوځيانو د کراچۍ په بندري ښار کې له وسله والو طالبانو څخه له شپاړس ساعته جګړې وروسته د سمندري ځواک اډه بېرته ونيوله.
په دې بريد کې لږترلږه لس پوځيان ووژل شول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک وويل، څلور يا شپږ سخت دريځي، چې په لاسي بمونو، راکټونو او اتومات وسلو سمبال وو، د دوشنبې په شپه لس بجې د سمندري ځواکونو مهران اډې ته له تيارې او زينو څخه په استفادې سره ننوتل.

دوه حمله کوونکي ووژل شول، درېم ځان والوځاوه.ګومان کېږي، چې يو بل به تر کنډوالو لاندې شوي وي او د دوو نورو په اړه باور دا دی چې تښتېدلي دي.

″تر ټولو ښه کار چې د سمندري ځواک استخباراتو او ملېشه ځواک وکړ، دا و، چې درست بهرنيان يې په موټرونو کې په داسي حال کې وايستل چې تروريستانو ډزې کولې

د دوی په منځ کې يوولس چينايان او شپږ امريکايان وو، چې د کشافو الوتکو په برخه کې تريننګ يې ورکاوه.″

طالبانو د دې حملې د مسووليت په غاړه اخيستي او ويلي يې دي، چې دا حمله يې د مې په دوهمه په پاکستان کې د امريکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن د وژلو د غچ يوه برخه وه.