کراچۍ:د مهران په اډه کې لاهم د ډزو اوازونه اوریدل کیږي

پاکستاني ځواکونه د طالبانو له هغې ډلې سره په جګړه کې ښکیل دي، چې په درنو وسلو سمبال دي او په کراچې کې د سمندري ځواکونو پر یوې لویې اډې یې حمله کړې.

د مهران په اډه کې د حملې له پیل دولس ساعته وروسته تراوسه د نښتو او چاودنو اوازونه اوریدل کیږي.

پر دغې اډې د لسو په شاوخوا وسله والو کسانو برید کړی دی، چارواکو د پاکستان پر پوځي اډې دغه حمله په څو کلونو کې پرامنیتي تاسیساتو یوه جدي حمله بللې.

پاکستاني طالبانو د دغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې دغه حمله یې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې د غچ اخیستو یوه برخه ده.

اسامه د روانې میاشتې په سر کې په ایبټ اباد کې د امریکایي خاصو ځواکونو په حمله کې وژل شوی و.

ویل کیږي پر مهران اډې په حمله او وسله والو نښتو کې لږ تر لږه اوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د یوې امریکایۍ ساخت اکتشافي الوتکې په شمول د سمندري ځواکونو یو شمېر الوتکې له منځه وړل شوې دي.

پوځي چارواکو وویل، وسله والو کسانو په دې اډه کې یوه ودانۍ نیولې او له هغه ځایه پرعسکرو ډزې کوي.

چارواکو د خبري رسنیو هغه راپورونه تایید نه کړل چې وایي، وسله والو کسانو د چینایي پوځي کارکونو په ګډون یو شمېر بهرنیان برمته کړي دي.