په لوګر کې یو اردنی په بمي چاودنه کې مړ شو

په لوګر کې د یکشنبې په ورځ د سړک د غاړې په یوې بمي چاودنه کې یو اردني سرتېری مړ او څلور تنه نور ټپیان شول.

د اردن یوه ویاند وویل، چې د اردن پر یوه بشري کتار حمله وشوه، چې د مجید عمر ابو قدیري په نامه یو تن سرتیری ووژل شو، خود څلور ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ نه دی.

اردن وایي، چې سرتیرې یي په افغانستان کې په یوه غیر نظامي او بشري ماموریت بوخت دي او دا عربي هېواد د ۲۰۱۰ کال راپه دې خوا د ناټو له غوښتنې سره د افغان پولیسو په روزنه بوخت دي.